د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!

15 جوزا 1400

د غوره ښاري نظم د راتګ او ښاري اسانتیاو رامنځته کیدو په موخه د نهمې ناحیې اړوند په څلورمو او دریمو مکروریانو کې ښاري سرغړونو ته رسیدنه وشوه او د اصنافو او مارکیټونو مخې پلې لارې او زرغونې سیمې د سرغړونکو له لفظي سخړې سره سره له ښاري بې نظمیو پاکې شوې او دا لړۍ به د بشپړ ښاري نظم تر راتګ پورې دوام ومومي. د یادو عملیاتو په لړ کې هغه غرفې او کپې چې نوې ایښودل شوې وې پاکې شوې، لاسي توکي پلورونکي چې د ښاري بې نظمۍ سبب ګرځیدلي وو تنظیم شول او یو شمیر نور سرغړونکي نغدي جریمه او تادیب شول. د یادې سیمې په فعالیت کوونکو او متشبیثینو ټینګار وشو، څو د ښاري نظم په راتګ کې همکار و اوسي او خپل فعالیتونه له ښاري اصولو او قوانینو سره برابر کړي. له سړکونو زرغونو سیمو او نورو عامو ملکیتونو باید ناسمه ګټه پورته نشي او دغه راز هټیوال باید د ښاري بې نظمیو او ګډوډیو سبب ونه ګرځي. کابل ښاروالي د لاسي توکو پلورونکو او سیارو کراچیو تنظیم لومړیتوب ګني، څو په ښاري نظم کې غوره بدلون راشي.  د یادونې ده چې د ښاري نظم له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.