د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان په عمومي باغ سیمه کې د ښاري تشنابونو رغنیزې چارې پیل شوې!

15 جوزا 1400

د ښاري اسانتیاو د رامنځته کیدو په موخه د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په عمومي باغ سیمه کې د ښاري تشنابونو رغنیزې چارې پیل شوې. دا ښاري تشنابونه په معیاري توګه د وخت اړتیاو ته په کتو د ۲۲ خونو په درلودلو چې د فاضلاب څاه،د وسایلو نصب او نورې اړتیاوې په برخې نیسي د روان کال په لړ کې جوړیږي.د ښاریانو په غوښتنه او ټولنیزو اړتیاو ته په کتو د ښار په بیلابیلو ځایونو کې د ښاري تشنابونو په اړه اقدام کیږي، له یادو تشنابونو سمه ګټه اخیستنه د ټولو ښاریانو دنده او مسئولیت دی. کابل ښاروالۍ اوس مهال د لسګونو ښاري تشنابونو په رغونه او بیارغونه اقدام کړی چې ډیر ژر به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وړاندې شي.