د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري د شپې لخوا د دریمې او شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې پلټنه او څیړنه روانه ده، څو بشپړ ښاري نظم رامنځته شي او له بل لوري ښاریانو ته د ژوند اسانتیاوې رامنځته شي. په دې لړ کې یو شمیر اصناف جریمه او تادیب شول او هغوی ته ځانګړې سپارښتنې وشوې،څو خپل فعالیتونه د کابل ښاروالۍ له روغتیايي کړنلارو سره سمې او برابرې کړي.
د کابل ښاروالۍ د مقرراتو او چاپیریالي حفظ الصحې د په پام کې نیولو په موخه د اصنافو څیړنه روانه ده!
16 جوزا 1400