د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري مقرراتو او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو باندې څارنه وشوه!

16 جوزا 1400

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۱۵ نېټه د ښار په یو شمیر بازارونو کې د ښاري مقرراتو د روغتیايي کړنلارو له پام کې نیولو څخه څارنه وکړه. نوموړي د یوه کاري پلاوي په ملتیا په بازارنو کې د لومړنیو خوراکي توکو، د پلو لارو له بندیدو، دلاسي توکو پلورنکو نظم او نور ښاري مسایل وڅارل او سرغړونکي یې له قانون او مقرراتو سره سم تادیب او جریمه کړل. ښاغلي شریفي قصابانو ته په ټینګار سره وویل چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي او له دوی خرڅونکو یې غوښتنه وکړه څو د پیر او پلور پر وخت روغتیايي سپارښتنې او ټولنیزه فاصله په پام کې ونیسي. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مسئولانو ته لارښوونه وکړه څو له اصنافو سره د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو او ټولنیزې فاصلې د مراعات کولو پر وخت همکاري وکړي او د دوی فعالیتونه له مقرراتو او اصولو سره سم وڅاري.