د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ او د ګذر وکیلانو د رئیسانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

17 جوزا 1400

د کرونا وبا له خپریدو څخه د مخنیوي،د چارو د ښه ترسره کیدو او همغږۍ په موخه د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي په مشرۍ د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۱۵ نېټه،د کرونا وبا له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه د۲۲ ګونوناحیو د ګذر وکیلانو شورا د رئیسانو په ګډون د همغږۍ غونډه ترسره شوه او په یو شمیر مسایلو خبرې اترې وشوې. ښاغلي شریفي له کرونا وبا سره په مبارزه کې له ګذر وکیلانو د همکارۍ غوښتونکی شو او په خپلو خبرو کې یې وویل چې د ګذر وکیلان د خلکو او ادارو ترمنځ د نښلونکي پل حیثیت لري او تل یې په ښاري مدیریت کې غوره رول لوبولی دی. هغه زیاته کړه چې اړتیا ده اوس مهال دوی له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې د جوماتونو او کور په کور خبراوي په وسیله خپل غوره رول ادا کړي او ټول پوهه کړي څو په غونډو کې له ګډون ډډه وکړي او روغتیايي کړنلارې او سپارښتنې په پام کې ونیسي. ګذر وکیلانو په خپلو خبرو کې بیا له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې خپل وړاندیزونه او نظرونه د کابل ښاروالۍ له رهبرۍ سره شریک کړل، چې کابل ښاروالي د دوی نظرونه د درنښت وړ بولي. دوی په ټول توان له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.