د ګذر وکالت په اړوند د کابل ښاروالۍ د نوې مقررې له مخې د شپږمې ناحیې د ۲۵ ګذر قلعه بهادرخان لپاره ټاکنې د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو په شتون کې ترسره شوې. د ټاکنو په پایله کې عطامحمد عطا وکولای شول د سیمې د خلکو د ۴۱۴ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د ۲۵ ګذر د وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره خپله کړي. کابل ښاروالي د نوې مقررې له مخې لومړی په هغه ناحیو کې د ګذر وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وې او یا ترې د خلکو شکایت موجود ټاکنې ترسره کوي او وروسته یاده پروسه په ټولو ناحیو او ګذرونو کې پلې کیږي.
د شپږمې ناحیې د ۲۵ ګذر لپاره د وکالت ټاکنې ترسره شوې!
17 جوزا 1400