د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ رهبري د روغتیايي کړنلارو او سپارښتنو عملي کول خپل کاري لومړیتوب ګڼي!

17 جوزا 1400

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي یو ځل بیا په نوي ښاري سیمه کې د روغتیايي سپارښتنو او ښاري مقرراتو له پام کې نیولو څخه څارنه وکړه. ښاغلي شریفي د لومړنیو خوراکي توکو، د پلو لارو بندیدو او د ښاري نظم اړوند نورو مسایلو په اړه پلټنه وکړه او د ستونزو لمنځه وړلو په موخه یې پر مسئولانو ټینګار وکړ، څو ښاریان د ښاریتوب حس ته متوجه شي. نوموړي څرګنده کړه، چې په اوسنیو شرایطو کې د وضعیت غوره کیدو په موخه د روغتیايي کړنلارو او ښاري اصولو په پام کې نیول مهم او اړین دي او دا موارد به دوی څاري. دغه راز د دې برخې له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال پر اصنافو ټینګار وکړ، څو روغتیايي او د خوندیتوب سپارښتنې په پام کې ونیسي او له دوی یې وغوښتل څو د پیر او پلور پر وخت کې له انصاف کار واخلي او دغه راز د پلو لارو او سړکونو د بندیدو سبب ونه ګرځي.