د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسئولانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

17 جوزا 1400

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروګرامونو او همغږۍ له مرستیالې آغلې صبرۍ اندړ سره په داسې حال کې چې د معلولیت لرونکو وګړو د ټولنو استازو هم ګډون درلود، د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې او اړینې پریکړې یې ترسره کړې. په پیل کې د معلولیت لرونکو وګړو په استازیتوب آغلې اندړ د فزیکي او ټولنیزو اسانتیاو په برخه کې د معلولیت لرونکو وګړو ستونزې د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره شریکې کړې. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال وویل چې د ستونزو په حل کې د دوی ټولو مسئولیت منل او ترسره کول اړین دي او د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ په استازیتوب یې دوی ته د هر راز مرستې ډاډ ورکړ. ښاغلي شریفي وویل چې عمومي ځایونو ته د معلولیت لرونکو وګړو د اسانتیاو لپاره په هره دولتي او شخصي رغونه کې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي او د دې ترڅنګ به د دوی د نورو ستونزو د حل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.