د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ښاري فرهنګ بډاینې په موخه تنظیفي حشر ترسره شو!

18 جوزا 1400

د ښاري فرهنګ بډاینې او پاک ښار ته د رسیدو په موخه د اولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو. ټاکل شوې ده د بلنې له مخې په یاد حشر کې ښاریان په ډیره کچه ګډون وکړي، خو له بده مرغه د یادې ناحیې د اوسیدونکو ګډون پکې ډیر بې رنګه وو او یوازې یو شمیر با احساسه ښاریانو پکې ګډون کړی وو، چې کابل ښاروالي یې له ګډون مننه کوي. په یاد حشر کې یو وشمیر تیت کثافات د یادې ناحیې له بیلابیلو برخو راټول شول او د ګمارل شویو وسایلو له لارې له ښاره د باندې ولیږدول شول. په تنظیفي حشرونو کې ګډون د ټولو ښاریانو دیني او اخلاقي دنده شمیرل کیږي، له بده مرغه یو شمیر بې احساسه ښاریان په ټاکل شویو ځایونو کې کثافات نه اچوي او لښتیو او سړکونو د ککړتیا او بندیدو سبب ګرځي، چې له دې امله د کابل ښاروالۍ ډیری سرچینې مصرف کیږي. د ښاریانو له همکارۍ پرته پاک ښار ته رسیدل ناشوني دي، هیله ده د کثافاتو په تولید او مدیریت کې له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسئ.