د بشپړ ښاري نظم د راتګ په موخه، د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق پر دوام د لومړی ناحیې په اړوند سیمو کې د ښاري نظم او ښاري سرغړونو پلټنه روانه ده.د ښاري اصولو او مقرراتو په پام کې نیول او ښاري نظم یوه جدي اړتیا ده، هغه لاسي توکي پلورونکي چې د ښاري نظم ګډوډیدو سبب ګرځیدلي تنظیم کیږي او ټاکل شویو ځایونو ته لیږدول کیږي. د ښاري نظم په راتګ کې د ټولو ښاریانو په ځانګړې توګه هټیوالو همکاري اړینه ده.
په لومړی ناحیه کې د ښاري نظم په موخه د بازارونو پلټنه او څارنه روانه ده !
18 جوزا 1400