د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ رهبرۍ د ګزک سیمې له مشرانو او استازو سره وکتل

19 جوزا 1400

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي د کابل خاک جبار ولسوالۍ د ګزک سیمې له مشرانو او استازو سره په لیدنه کې د چاپیریالي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې. د ګزک سیمې د اوسیدونکو استازو په ګزک سیمه کې د کثافاتو خښولو له امله د رامنځته شویو ستونزو یادونه وکړه او د سړکونو د قیر، د اوبو ویالو او پر وخت د کثافاتو د مدیریت په اړه یې خپلې نورې ستونزې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو له مرستیال سره شریکې کړې. ښاغلي شریفي د دوی د ستونزو تر اوریدو وروسته دوی ته د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د کابل ښاروالي رهبري لرې پرتو سیمو ته لومړیتوب ورکوي او برابر پرمختګ او مالي سرچینو ته په کتو به د دوی د ستونزو په هواري او د پروژو په پلي کیدو کې هڅې وکړې. نوموړي په ښاري پریکړو کې د ښاریانو او کلیوالو رول ګټور وباله او د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو په پلي کیدو کې یې د ګزک سیمې له اوسیدونکو د همکارۍ غوښتنه وکړه . ښاغلي شریفي وویل چې د ښار د برابر پرمختګ په برخه کې به خپلې هڅې دریغ نه کړي او ستونزو ته به یې حل لاره ومومي.