د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال محمد فاضل شریفي په داسې حال کې چې یو شمیر مسئولانو یې ملتیا کوله د تهیه مسکن په منډوي او مارکیټ سیمو کې د لومړنیو خوراکي توکو نرخونه کنټرول کړل. د پلټنو په لړ کې له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي او له پلورونکو یې وغوښتل څو د پلور پر وخت له انصاف او عدالت څخه کار واخلي. دا پروسه به د کابل ښار په ټولو برخو کې دوام ولري.
د کابل ښار په کچه د لومړنیو خوراکي توکو کنټرول او څارنه دوام لري
20 جوزا 1400