د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه ښاري سرغړونو ته رسیدنه دوام لري

21 جوزا 1400

 د شپې پر مهال د کابل ښاروالۍ مسئولان په بیلابیلو ناحیو کې له هوټلونو، رسټورانتونو او د هغه اصنافو چې پلې لارې او سړکونه بندوي څارنه او پلټنه کوي. د پلټنو په لړ کې د دوی سرغړنې څیړل کیږي او د قانون له مخې سرغړونکي تادیب او جریمه کیږي او د یو شمیر هغو یې فعالیتونه مهرلاک کیږي. دا پلټنې او څارنې به د بشپړ ښاري نظم تر راتګ پورې دوام ولري. دغه راز د ودانیزو سرغړونکو سرغړونو ته هم رسیدنه کیږي او دا کار ډیر وخت او تدارک ته اړتیا لري څو له خپلسریو مخه ونیول شي او د قانون ماتونکو له زیانونو ښاریان وژغول شي. رسټورانټونه او نور سودګریز مرکزونه باید د پلو لارو، سړکونو او نورو عامو ملکیتونو د بندیدو سبب ونه ګرځي. له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.