د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست له لوري د ښار له بیلابیلو برخو ۳۰ مټریک ټنه تیر وخته او بې کیفیته خوراکي توکي د اړوند ادارو په شتون کې راټول شول او له ښاره د باندې ټاکل شویو ځایونو ته ولیږدول شول. هیله دا ده څو ښاریان د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د څښاک موادو د پلور پر وخت د هغه نیټې او کیفیت ته پاملرنه وکړي.
۳۰ مټریک ټنه تیر وخته او بې کیفیته خوراکي توکي لمنځه یوړول شول
22 جوزا 1400