د یولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې مینې د لومړی حصې سړک د پروژې بنسټیزې چارې چې څه موده مخکې پیل شوې وې لاهم روانې دي. اوس مهال د یادې پروژې چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي او د روان کال تر پایه به بشپړې شي. د یاد سړک په چارو کې د ۳.۸۴۴ کیلو مترو په اوږدوالي د اوبو لښتیو په ګډون د دوه نښلونکو سړکونو کانګریټ کول شامل دي چې د کابل ښاروالۍ له پرمختیايي پروګرام پلې کیږي.
د خیرخانې مینې د لومړې حصې سړک بنسټیزې چارې روانې دۍ
22 جوزا 1400