د کرونا وبا دریمې څپې له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه د سرغړونکو اصنافو د بندلو لړۍ روانه ده، ځکه د یادې وبا د خپریدو مهم لامل ګڼل کیږي. د ودونو هوټل، د لامبو وهلو حوزونه، سوناګانې، حمامونه، سپورټي کلبونه او قیلون خانې د دې اصنافو له ډلې دي. د کابل ښاروالۍ مسئولان یاده موضوع څاري او د سرغړونو په صورت کې د کړنلارو له مخې له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.
د سرغړونکو اصنافو د بندلو لړۍ روانه ده!
24 جوزا 1400