د ښاري نظم او اسانتیاو د راتګ پّ موخه یو ځل بیا لومړی ناحیې مسئولانو د تیمورشاهي بازار په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق کړ. د عملیاتو په لړ کې د اسلامي مارکیټ مخې ته ناقانونه راوتلې رغونې،کپې سیارې کراچۍ او لاسي توکو پلورنکي چې د سړکونو د بندیدو او د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې یې ستونزې را ولاړې کړې وې رسیدنه وشوه او ناقانونه تاسیسات پکې ونړول شول. د یادې سیمې په متشبیثینو او فعالیت کوونکو ټینکار وشو، چې د ښاري نظم په راتګ کې مرسته وکړي او خپل فعالیتونه له ښاري اصولو او قوانینو سره برابر کړي.
د تیمورشاهي بازار په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!
25 جوزا 1400