الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې اړوند په پغمان سیمه کې تنظیفي حشر ترسره شو!

25 جوزا 1400

د ښاري فرهنګ دودونې او سالم چاپیریال رامنځته کیدو په موخه د یوه ټولیز کار په ترڅ کې د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان له تفریحي سیمو تیت کثافات راټول شول. په یاد حشر کې د مسئولانو سربیره د یادې ناحیې یو شمیر اوسیدونکو هم ګډون کړی وو او ټولو په ښاري پاکۍ ټینګار وکړ. کابل ښاروالي پاک زرغون او له ککړتیا پرته ښار ته په رسیدو کې د ښاریانو ونډه اړینه ګڼي او له نورو بنسټونو او ښاریانو هم غواړي څو په دې برخه کې خپله دیني او ښاري دنده ادا کړي. ډیری بې مسئولیته ښاریان په سړکونو په ځانګړې توګه تفریحي ځایونو کې په غیر مناسبه توګه کثافات اچوي او په دې توګه د تنظیفي پرسونلو پر اوږو دروند بار ږدي او له بل لوري ښاري ښکلا او چاپیریال زیانمنوي. د دې برخې له سرغړونکو سره له دې وروسته جدي قانوني چلند کیږي.