د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرام په چوکاټ کې د ګذر وکیلانو، ښځو او ځوانانو شورا له رئیسانو او استازو سره د ملي دسترخوان پروګرام د پلي کیدو د څرنګوالي او کمکي بستو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. د یاد پروګرام په چوکاټ کې ځانګړې شوې کمکي بستې د کرونا وبا له امله زیانمنو شویو کورنیو ته ویشل کیږي. د ملي دسترخوان پروګرام په اړه د عامه پوهاوي پروګرام به په ټولو ناحیو کې ترسره شي، څو هر ژر یاد پروګرام په عملي توګه پیل شي.
د ملي دسترخوان پروګرام د څرنګوالي په اړه د پرمختیايي شوراګانو له رئیسانو سره د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو!
29 جوزا 1400