الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري نظم او روغتیايي سپارښتنو له پام کې نیولو څارنه وشوه!

30 جوزا 1400

د غوره ښاري نظم د راتګ او ښاریانو ته د اسانتیاو رامنځته کیدو او د کرونا وبا له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ مسئولانو د شپې پرمهال د اصنافو فعالیتونه وڅارل او له سرغړونکو سره یې جدي قانوني چلند وکړ. د ښاري نظم او قواعدو په نظر کې نیولو په موخه د کابل ښاروالۍ نوبتي کار لومړیتوب دی، ځکه ښاري مدیریت د وګړو په فردي او ټولنیز مسئولیت منلو پورې اړه لري. له قانون تښتیدونکو او سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي، څو ښاري ژوند د قانون منلو لوري ته لاړ شي.