د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عبدالحق څلورلارې د پراختیا،د مسلخ سړک او د لومړیو مکروریانو پله د رغونې چارې بشپړې شوې دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي!

30 جوزا 1400

له عبدالحق څلورلارې تر محمودخان پله د مسلخ سړک د رغونې چارې د ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰.۵۰ مترو په پراخوالي، د عبدالحق څلورلارې د پراختیا او د څلورلارې د فرعي سړکونو او دغه راز  د لومړیو مکروریانو د دویم پله د رغونې چارې د ۵۰ مترو به اوږدوالي او ۱۳ مترو پراخوالي چې څه موده مخکې پیل شوې وې، خو د اوبو رسونې شبکې او استملاک له امله ځنډول شوې وې، بشپړې شوې دي. یاده پروژه د جاپان جایکا په مالي مرسته او د یونپس په تخنیکي ملاتړ پلې شوه، چې معیاري د اوبو لښتي،کوچني کانګریټي پلونه، د پلو لارو شبکې،ګلدانونه، د ۳ مترو په پراخواولي د بایسکیل ځغلولو لیکې، فلزي کټارې، له لمریزې بریښنا په ګټې اخیستنې د تنویر ۱۶۸ پایې، تم ځایونه، ترافیکي نښې، د واټونو لیکې، ترافیکي دهلیزونه او د معیاري سړک نورې برخې په بر کې نیسي. د یادې پروژې په بشپړیدو سره به د کابل ښار په اقتصادي وده کې غوره بدلون راشي.  هیله ده څو ښاریان په ځانګړې د یاد سړک پر مسیر هټیوال موټر چلوونکي له لوړ ولټاژ لیږد وسایلو ګټه وانخلي او د ملي پانګو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.