د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودونو د هوټلونو فعالیتونه بند شول او د هغه اصنافو چې د کرونا وبا د خپریدو لامل ګرځي د بندولو لړۍ روانه ده !

30 جوزا 1400

د کرونا وبا د دریمې څپې له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه،د ودونو د هوټلونو، د لامبو وهلو د حوزونو، سوناګانو، سپورټي کلبونو او نورو هغه ځایونو چې راټولیدنې پکې ترسره ګرځي او د کرونا ویروس د خپریدو عمده لامل ګڼل کیږي فعالیتونه بند دي. د کابل ښاروالۍ مسئولان له یادې موضوع څارنه کوي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند وشي. له ټولو ښاریانو هیله کیږي څو د یاد ویروس سره د مبارزې په موخه په غونډو کې له ګډون ډډه وکړي، روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي او په عمومي ځایونو کې له ماسک څخه ګټه واخلي، دغه راز اړینه ده لاسونه بیا بیا په اوبو او صابون سره ووینځي.