
کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په داسې حال کې چې یو شمیر مسئولانو یې ملتیا کوله،دلسمې،دولسمې او شپاړلسمې ناحیې له بیلابیلو سیمو د ښاري، ټولنیز او خدماتي وضعیت د څارلو په موخه لیدنه وکړه. د لیدنې په ترڅ کې په مناسب ځایونو کې د لاسي توکو پلورونکو د ځای پرځای کولو پر موضوع بحث وشو او په دې برخه کې یې مسئولانو ته یو شمیر سپارښتنې ترسره کړې. كابل ښاروال ټینګار وکړ،څو د اړتیاو د رفع کولو او له زرغونو سیمو د سمې ګټې اخیستنې لپاره د پراختیايي پلان او د ناحیو د فعلي وضعیت د بدلون په موخه د یوه تطبیقي پلان په جوړولو اقدام وشي. نوموړي دغه راز د سیمو د عملي پلان په اړه مسئولانو ته یو شمیر جدي او ښکاره لارښونې ترسره کړې،څو شته ستونزې لمنځه لاړې شي او ښاریانو ته ښاري او خدماتي اسانتیاوې رامنځته شي.



