د بشپړ ښاري نظم د راتګ په موخه یو ځل بیا د لومړی ناحیې د مسئولانو له لوري د پولیسو په همکارۍ له پامیر سینما او تیمورشاهي سیمې ناقانونه غرفې،کپې او لاسي توکي پلورونکي چې د ښاري بې نظمۍ او د پلو لارو د بندیدو سبب ګرځیدل پاک شول. دغه راز هغه هټیوال چې سرغړونه یې درلوده د ۹۰۰۰ افغانیو په ازرښت جریمه شول او ناقانونه تاسیسات یې ونړول شول. په بیلابیلو پلمو له خلکو ناقانونه پیسې اخیستل بله هغه ستونزه ده چې د خلکو ژوند یې زیانمن کړی دی،چې هغه ته به هم رسیدنه وشي.
په پامیر سینما او تمورشاهي سیمه کې له ښاري نظم او اصولو څارنه وشوه!
2 سرطان 1400