د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

مسلخ سړک، د عبدالحق څلورلارې د پراختیا چارې او د لومړیو مکروریانو پل ګټې اخیستنې ته شو!

5 سرطان 1400

 د ښاري خدماتونو وړاندې کولو او ښاریانو ته د اسانتیاو رامنځته کیدو په موخه، د ۱۴۰۰ لیږدیز لمریز کال د چنګاښ په ۳ نیټه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له لوري د مسلخ سړک، د عبدالحق څلورلارې د پراختیا چارې او لومړیو مکروریانو پل ګټې اخیستنې ته وړاندې شول. کابل ښاروال د یادې پروژې د ګټو سربیره د بایسکیل ځغلولو په ارزښت خبرې وکړې، چې په وینا یې د انسانانو د روغتیا او سالم چاپیریال په برخه کې ګټور دی، ښاغلي سلطانزوی د پاک او سالم چاپیریال په رامنځته کیدو کې د ښاریانو ونډه اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې له دې وروسته به په ټولو سړکونو د بایسکیل ځغلولو ځانګړې لیکې په نظر کې ونیول شي او په یادو لیکو کې باید نور اصناف او کراچۍ فعالیت ونه کړي. د مسلخ سړک د ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰.۵۰ مترو په پراخوالي، د عبدالحق څلورلارې د پراختیا، فرعي سړکونو او د لومړیو مکروریانو د دویم پله د رغونې چارې د ۵۰ مترو په اوږدوالي او ۱۳ مترو پراخوالي، د جاپان جایکا په مالي مرسته او د UNOPS په تخنیکي ملاتړ د ښارونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه پلې شوه، چې د یوه معیاري سړک ټولې برخې، پلې لارې،ګلدانونه، د بایسکیل ځغلولو لیکې، فلزي کټارې، تنویر، لمریزه بریښنا، تم ځایونه، ترافیکي نښې او د سړک پر سر کرښې په بر کې نیسي. د ښارونو د اقتصادي او معیاري ودې په برخه یاده پروژه له ارزښته ډکه بلل کیږي. هیله کیږي څو ښاریان په ځانګړې توګه د یاد سړک پر مسیر هټیوال د هیوادنۍ مینې له مخې د یادې پروژې په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي.