د دولسمې ناحیې اړوند احمد شاه بابا مینې د نښلوونکي سړک د رغونې چارې چې د بت خاک سړک داودخان څلورلارې ته نیږدې،د احمدشاه بابامینې ۱۳، ۱۴، ۱۵، او ۱۶ یو له بل سره نښلوي د ۲۸۰۰ مترو په اوږدوالي دوام لري. د یاد سړک په جوړیدو سره به د ترافیکو له تنظیم سربیره د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي او ورسره به ښاریانو اسانتیاوې رامنځته شي. د یادې پروژې د رغونې چارې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو ریاست او پروژو د انجنیرانو له لوري ترسره کیږي، څو د ډیزاین له مخې یې چارې په ټاکل شوي وخت کې بشپړې شي.
د احمدشاه بابا مینې د نښلونکي سړک د رغونې چارې روانې دي!
5 سرطان 1400