د شپږمې ناحیې د ښاري ګزمې ټیم د شپږمې امنیتي حوزې د پولیسو په مرسته د یادې ناحیې په بیلابیلو برخو کې د اصنافو سرغړونو او نورو بې نظمیو ته رسیدنه وکړه او له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند وشو. دغه راز د څارنې په لړ کې د لومړنیو خوراکي توکو نرخونه، د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیول په ځانګړې توګه د نانوایانو،رسټورانتونو،پلو لارو او د هټیو مخې ته ناقانونه رغونو ته رسیدنه وشوه او مامنظم اعلانونه هم وکتل شول. د یادې ناحیې مسئولان د بشپړ ښاري نظم د راتګ او د ښاري اصولو د مراعات لپاره هڅې کوي، څو ښاري ژوند د سوکالۍ او ارامۍ خواته لاړ شي.
په شپږمه ناحیه کې د ګڼې ګوڼې د کموالي او د بازارونو د تنظیم لپاره هڅې روانې دي!
5 سرطان 1400