د کابل ښاروالۍ د ښاري ګزمې ټیم د ښار په بیلابیلو برخو کې څارنې او پلټنې کوي، څو د کرونا وبا له خپریدو مخنیوی وکړي او له بل لوري د فعالیت کوونکو له لوري ښاري اصول په جدي توګه په پام کې ونیول شي. یو شمیر ښاریان په ځانګړې توګه د رسټورانتونو فعالیت کوونکي له پلو لارو او سړکونو ناوړه ګټه اخلي، چې د دوی دا کار له دې وروسته د کابل ښاروالۍ لپاره د زغم وړ نه دی. د ښار په کچه به د شپې پرمهال د ښاري ګزمو ټیمونو فعالیتونه دوام ولري،څو د منظم او قانونمند ښار شاهدان و اوسو.
د ښاري نظم په موخه څارنې او پلټنې دوام لري!
5 سرطان 1400