د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

تر کابل- کندهار لویې لارې د شهید مزاري سړک د دوام چارې په شدت سره روانې دي!

6 سرطان 1400

د  شهید مزاري سړک د دوام چارې له برچې د کابل کندهار لویې لارې پر لور د ۳.۷۹۱ کیلو مترو په اوږدوالي او ۴۰ متره پراخوالي روانې دي.د یاد سړک یوه لیکه به ډیر ژر سره ونښلول شي او د دویمې لیکې کار یې د بشپړیدو په حال کې دی او د قیر کار یې روان دی. د یاد سړک د ساختمان چارې په بنسټیزه توګه د یوه معیاري سړک د ټولو اجزاو د اوبو ویالو، د پلو لارو، کانالونو، استنادي دیوالونو، تنویر، ګلدانونو، تم ځایونو او ترافیکي دهلیزونو په ګډون روانې دي او ټاکل شوې ده د روان کار تر پایه بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو ریاست او د پروژو انجنیران د یاد سړک له چارو څارنه کوي څو د ډیزاین سره برابرې یې چارې بشپړې شي. یاد سړک د کابل په لودیځ کې له مهمو سړکونو بلل کیږي چې په بشپړیدو سره به یې د اقتصادي ودې سربیره سیمې سره ونښلول شي او ګڼې ګوڼې په کموالي کې به غوره بدلون راشي. سړکونه د ښارونو اصلي اقتصادي رګونه بلل کیږي، چې کابل ښاروالي په دې برخه کې نوې پروژې تر لاس لاندې لري او په بیلابیلو پړاونو کې پلې شي.