کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له ښاري سیمو د لیدنو په ترڅ کې،مسئولانو ته د مکروریانو سیمې د زرغونتیا سیمو د پراختیا او پراخیدو په اړه ځانګړې لارښونې وکړې. کابل ښاروال هغو سیمو کې ته چې کمه پاملرنه شوې د بیا ژوندي کولو سربیره، په مکروریانو سیمه کې د نویو زرغونو سیمو او پارکونو د رامنځته کولو په اړه څانګو ته ځانګړې دندې وسپارلې. ښاغلي سلطانزوی د زرغونو سیمو په ساتنه کې د مسئولانو له ناغیړۍ او د ښاریانو له نه همکارۍ ناخوښي وښوده او هیله یې وکړه څو د کابل د ښکلا او زرغونتیا په موخه ټول په خپله برخه کې هڅې وکړي.
کابل ښاروال د مکروریانو سیمې د زرغونتیا پر پراختیا ټینګار وکړ!
6 سرطان 1400