د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپیریال ساتنې له ورځې نمانځنه وشوه!

8 سرطان 1400

د کابل ښاروالۍ او چاپیریال ساتنې ادارې له لوري د انځورګرۍ د یوه نندارتون په ترسره کولو سره چې د هیواد د بیلابیلو سیمو ښایسته او زړه راښکونکې سیمې پکې انځور شوې وې، په کابل ژوبڼ کې نمانځنه وشوه. په یادو مراسمو کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو،اوبولګونې او مالداری رئیس محمد رفیع قاضي زاده،د کابل ژوبڼ آمر عزیز ګل ثاقب او د کابل پوهنتون یو شمیر استادانو ګډون کړی وو او د چاپیریال ساتنې او ایکو سیسټم په ارزښت یې خبرې وکړې. کابل ژوبڼ په ژوبڼ کې د ننه حیواناتو د ساتنې سربیره  د هغه ژوو چې ناروغ وي هم درملنه کوي، څو یو ځل بیا طبعیت ته ور وګرځي، په دې برخه کې د ادارو ترمنځ همغږي او د عامه پوهاوي پروګرامونه ګټور بلل کیږي. ایکو سیسټم،طبیعي منظرې او د وحشي ژوو ژوند ډیر مهم دی، د ایکو سیسټم او د وحشي ژوو د ژوند ارزښت ته په کتو، ملګرو ملتونو یوه لسیزه د ایکو سیسټم په نوم نومولې ده،د طبیعي سرچینو د ساتنې،ملي پارکونو، د وحشي ژوو د ژوند ساتنې او ځنګلونو په ساتنه ټینګار وشو او له چاپیریال یې ساتنه د ټولو کار وبللو. ټول سکټورونه په ایکو سیسټم پورې اړه لري او ټول باید د هغه دساتنې لپاره هڅې وکړو. د یادونې وړ ده چې هر کال د غبرګولي له ۱۵ مې د چاپیریال ساتنې د ورځ په نوم نمانځنه کوي،خو د کرونا وبا له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه په محفلونو د نه ګډون له امله روان کال په وړو او محدودو پروګرامونو کې نمانځنه وشوه.