د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د لاسي توکو پلورونکو د تنظیم په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

8 سرطان 1400

د غوره ښاري نظم د راتګ او معلولیت لرونکو وګړو ته د سالمو بوختیاو موندلو په موخه د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مسئولانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي د غوره ښاري نظم د راتګ او د لاسي توکو پلورونکو د تنظیم په برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له همکارۍ په مننې سره ژمنه وکړه چې کابل ښاروالي معلولیت لرونکو وګړو ته د ډاډمنو بوختیاو موندلو په برخه کې همکارۍ ته ژمنتیا لري. ورپسې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تخنیکي مرستیالې آغلې جمیله نورستانی د غوره ښاري نظم او د لاسي توکو پلورونکو لپاره د مصئونو بوختیاو موندلو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له همکارۍ مننه وکړه او ټینګار یې وکړې چې په دې برخه کې دې یوه ګده کمیټه رامنځته شي او په هغه کې دې معلولیت لرونکي وګړي، د شهیدانو وارثین او نور بنسټونه غړي وي، څو په دې برخه کې یو ټولیز پلان جوړ او د هغه پر بنسټ کار وکړي.