د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پلو لارو او سړکونو د آزادیدو په موخه د رسټورانتونو او نورو سودګریزو فعالیتونو فعالیت کوونکو ته ګوتڅنډنه !

8 سرطان 1400

د کابل ښاروالۍ د ښاري ګزمي ټیمونه د شپې پرمهال د ښار په کچه له ښاري نظم څارنه کوي، څو هټیوال، د رستونورانټونو او نورو سوداګریزو فعالیتونو فعالیت کوونکي خپل فعالیتونه منظم کړي. په همدې موخه لویو پلورنځایونو او رسټورانټونو ته ګوتڅنډنه وشوه،څو له ملکیتونو ناوړه ګټه پورته نه کړي او د پلو لارو او سړکونو د بندیدو سبب ونه ګرځي،کنه له دوی سره به جدي قانوني چلند وشي. دغه راز د رسټورانټونو او نورو فعالیتونو فعالیت کوونکي وهڅول شول څو روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي او د ښاریانو د صحت او سلامت په موخه ښاري اصول او مقررات ومني. د کابل ښاروالۍ د ښاري ګزمي ټیمونو د فعالیتونو په لړ کې د شپې پرمهال د ښار په کچه د اصنافو فعالیتونه وڅارل شول او معلومه شوه چې یو شمیر د رسټورانټونو فعالیت کوونکو ښاري اصول او قوانین په پام کې نیولي دي،چې د کابل ښاروالۍ رهبري ترې مننه کوي. ښاري ژوند د یو لړ اصولو او ښاري قوانینو څخه پیروي کوي،چې د خلکو په ټولیز او اقتصادي چلند قانونمند کیږي، له دې کبله له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسئ.