الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په کابل کې د ترکیې له نوي سفیر سره وکتل !

9 سرطان 1400

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۸ مه نېټه په افغانستان کې د ترکیې هیواد له نوي سفیر جیهاد ارگین‌آی سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه خبرې اترې وکړې. ښاغلي سلطانزوی په افغانستان کې د ترکیې نوي سفیر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د دواړو هیوادونو او خلکو ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه وکړه او د کابل ښار په بیارغونه کې یې د ترکیې هیواد له همکارۍ مننه وکړه. ښاغلي سلطانزوی په خپلو خبرو کې د کابل او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینکار وکړ او د نویو ښاري زیربناو د جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې. ورپسې ښاغلي ارګین آی د ترکیې په ځانګړې توګه استانبول او کابل ترمنځ د تلپاتې اړیکو په اړه ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده څو په کابل کې د خپل ماموریت پر مهال، د دواړو هیوادونو ترمنځ د غوره اړیکو او د پروژو د اجرايي کیدو شاهد و اوسي.