الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غږیزې ککړتیا کمیدو په موخه اقدام وشو!

9 سرطان 1400

کابل ښاروالۍ د غږیزې ککړتیا د کنټرول او د کراچیو د تنظیم په موخه د ښار په کچه اقدام کړی او دې کار ته به دوام ورکوي. له یو شمیر کراچیو او لاسي توکو پلورونکو لوډسپیکر راټول او ظبط شول او نورو هغو ته سپارښتنه وشوه څو هر څه ژر له دې سرغړونې لاس واخلي، له دې پرته به تادیب، جریمه او لوډسپیکر به یې ظبط شي. غږیزه ککړتیا انسانان او ژوندي موجودات لمنځه نه وړي،خو د دوی اوریدو حس کمزوری کوي او د عصبي ناراحتی سبب ګرځي. اړینه ده څو ټول یو بل ته لاس ورکړو او په ګډه له غږیزې ککړتیا مخنیوی وکړو.