د کابل ښاروالۍ د کار،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د عامه شتمنیو د ساتنې په موخه د اوومې ناحیې اړوند د غیبي کلا پله د رغونې چارې چې ډیره موده ترې ګټه نه پورته کیده بشپړې شوې. د پله قیر کول،د کټارو رنګ،د ستنو قوت،هنګاف او مرمت کاري په بیارغونه کې شامل دي. یاد پل د ۲۸ مترو په اوږدوالي او ۵ متره پراخوالي څه باندې ۴۰ کاله وړاندې د کابل سیند پر سر په غیبي کلا سیمه کې جوړ شوی دی.
د غیبي کلا پله د بیارغونې چارې بشپړې شوې!
12 سرطان 1400