هغه صنفونه په ځانګړې توګه رسټورانتونه او پلورنځي چې د پلو لارو د بندیدو سبب ګرځیدلي دي، د شپې پرمهال یې د کابل ښاروالۍ مسئولان سرغړونو ته رسیدنه کوي. سرغړونکي د قانون له مخې تادیب او جریمه کیږي. د بشپړ ښاري نظم تر راتګ او د ښاري فرهنګ تر ترویج پورې به دا څارنې دوام ولري.
هغه صنفونه چې ښاري نظم ګډوډ کوي د مسئولانو تر څارنې لاندې دي څو وضعیت غوره بدلون وکړي!
14 سرطان 1400