د ۲۲ ناحیې اړوند د بګرامیو په سیمه کې د سړک جوړولو یوه پروژې پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په ترڅ کې حاجي خان ترخیل د ملا ترخیل مدرسې اړوند ۲۵۰ متر مربع ځمکه،چې د سړک جوړولو پروژې پر وړاندې خنډ وه پاکه شوه او په دې برخه کې یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړه. د کابل ښاروالۍ رهبري د نوموړي له دې نیک اقدام مننه او ستاینه کوي. د بګرامیو د دویم ګذر د سړک په تیږو فرش کولو پروژه ۵۱۷۰ متر مربع اوږدوالۍ لري چې پاتې خنډونه به یې هم په نیږدې ورځو کې لمنځه یوړل شي.
د ولسي جرګې غړي حاجي خان ترخیل د سړک جوړولو پروژې پر وړاندې د شته خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړه!
15 سرطان 1400