د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ده دانا تر حسن خان پله د کانال جوړولو چارې بشپړې شوې!

19 سرطان 1400

د ښاري اسانتیاو رامنځته کیدو په لړ کې له ده دانا تر حسن خان پله د کانال جوړولو چارې، چې اصلي موخه یې خلکو ته د لنډمهالو بوختیاو رامنځته کول وو بشپړې شوې. کابل ښاروالۍ د اقتصاد وزارت او نړیوال بانک د بوختیاو موندلو پنځمې پروژې سره په همغږۍ، د کرونا وبا له امله د بې کارۍ کچې د جبران په موخه، د هغه موخو په لړ کې چې د یاد پروګرام په څلورمه پروژه کې تعریف شوې دي او پکې دلنډمهالو بوختیاو موندلو لپاره لنډمهالې او او اوږدمهالې پروژې پلې کیږي څو د کرونايي وضعیت له امله رامنځه شوې بیکاري او بیړنۍ حالت جبران شي یاده پروژه پلې شوه. د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې په تطبیق او بشپړیدو سره د دې سربیره چې ډیر شمیر کارګرانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه ورسره  به یو شمیر ښاري ستونزې حل شي. د یادونې وړ ده چې دغه راز نورې پروژې به هم د کابل ښار په کچه پلې شي.