
څه موده وړاندې د لومړی ناحیې اړوند پولي کلنیک ته نیږدې یوه ودانۍ چې له قانون سره په ټکر کې جوړه شوې وه، د قانون د تطبیق په موخه ونړول شوه او سرغړونکي ژمنه کړې وه څو د خپلې ودانۍ درې پوړه چې له ښاري پلان سره په ټکر وو ونړول. خو سرغړونکي بیا قانون مات کړی او د خپلې ودانۍ جوړولو ته یې دوام ورکړ، چې اوس مهال یو ځل بیا د کابل ښاروالۍ مسئولان د یادې ودانۍ په نړولو بوخت دي او دا کار به څو ورځې دوام ولري.



