د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مسئولان له ځنډ پرته د ښاري نظم راوستو لپاره هڅې کوي!

19 سرطان 1400

د کابل ښاروالۍ مسئولان له ځنډ پرته شپه ورځ د ښاري نظم راتګ لپاره هڅې کوي،هټیوالو،سودګریزو فعالیت کوونکو او ټولو صنفونو ته لازمه ده څو له ښاري اصولو پیروي وکړي،له دې پرته به جریمه،تادیب او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي. ټولو فعالیت کوونکو ته ښايي څو په خپلو سیمو کې روغتیايي سپارښتنې او چاپیریال ساتنه په پام کې ونیسي. د کابل ښاروالۍ مسئولان له ځنډ پرته شپه ورځ د ښاري نظم راتګ او اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې هڅې کوي. په ټولو د قانون یو ډول تطبیق د ټولنې اړتیا ده، چې په دې برخه کې هم د ښاریانو همکاري او همغږي جدي اړتیا ګڼل کیږي. ښاري قوانین،مقررات او کړنلارې په ټولنه کې له خپلسریو د مخنیوي په موخه رامنځته شوي، له همدې کبله له سرغړونکو سره د قانون په چوکاټ کې جدي قانوني چلند کیږي.