د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرنګار پارک شاوخوا د پلو لارو او اوبو لښتیو په بیارغونه کار پیل شو!

21 سرطان 1400

د ښاري بیارغونو او اسانتیاو رامنځته کولو په موخه د زرنګار پارک شاوخوا د پلو لارو او اوبو لښتیو د بیارغونې په موخه اقدام وشو. دا پروګرام د ( بوختیاو موندلو پروژې) په چوکاټ کې پلان شوی او اوس مهال د پلي کیدو په حال کې دی. د ۹۹۶ مترو په اوږدوالي د زرنګار پارک شاوخوا پلې لارې او د اوبو لښتي د تیرو فرش، زرغونتیا، ګلدانونو او لویو کانګریټي څوکیو په ګډون جوړیږي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د دې پروژې په عملي کیدو سره به د ښاري ښکلا سربیره ډیرو ماهرو کارګرانو ته د کار او ورځ مزد زمینه برابره شي.