د ښاري بیارغونې پلانونو په موخه پامیر سینما ته مخامخ هغه ځمکه چې د بریښنا شرکت اړوند وه او په هغه کې ۱۸ هټۍ جوړې شوې وې،د ګډ هیات له لوري یې د پاکولو او خالي کولو په موخه یې اقدام وشو. له دې سره سره چې له تیرې یوې میاشتې راپدیخوا هټیوالو ته خبر ورکړل شوی وو،څو یاده سیمه پریږدي، خو بیا هم دوی سیمه خالي نه کړه او یوازې یولس هټۍ یې قسما نړولې وې او اوه نور هټۍ چې مالکان یې نه وو مهرلاک شوې څو تخلیه شي. دا سیمه د اغا خان فرهنګي بنسټ له لوري د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتلو په موخه بیارغول کیږي.
د بیارغونې پلانونو د تطبیق په موخه د پامیرسینما سیمې د هټیو پاکولو او خالي کولو په موخه اقدام وشو!
21 سرطان 1400