د کابل ښاروالۍ مسئولانو د څلورمې ناحیې اړوند له مارکیټ تر تنظیف څلورلارې د سړکونو دواړه لوري له بې نظمیو او ناقانونه خنډونو پاکې کړي او ورته یې مهال یې د یادې سیمې د ښکلا چارې پیل کړې. د څارویو پلورلو بازار، میوه پلورنځي او نور صنفونه چې هلته د پلو لارو او سړکونو د بندیدو سبب ګرځیدلي وو هم رسیدنه وشوه. د یادې سیمې فعالیت کوونکو په ځانګړې توګه څاروي پلورونکو او د ودانیزو توکو پلورونکو ته چې د سیمې د ککړتیا سبب ګرځیدلي و وروستی اخطار ورکړل شو،څو په راتلونکې کې په دې سیمه کې فعالیت ونه کړي، کنه ورسره به جدي قانوني چلند وشي.
له مارکیټ تر تنظیف څلورلارې سیمې له خنډونو پاکې شوې!
21 سرطان 1400