د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د نویو مسئولانو د پیژندنې په غونډه کې پر اصلاحاتو راوستو او له فساد سره په مبارزه ټینګار وکړ!

21 سرطان 1400

په اداره کې د غوره بدلون،د چارو غوره ترسره کیدو او ځواب وینې په موخه د کابل ښاروالۍ رهبرۍ په یو شمیر ریاستونو او برخو کې بدلونونه راوستل. د کابل ښاروالۍ د وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم له مخې عبدالمالک دولتزی په لومړی بست کې د سرسبزۍ د رئیس په توګه،شمس الدین عظیمي په دویم بست کې د بنسټیزو ودانیو د کنټرول ریاست د رئیس په توګه،عبدالفتاح صلاح په دویم بست کې د پلان پالیسۍ څارنې او ارزونې ریاست د مرستیال په توګه،محمد حامد امیري په دویم بست کې د نولسمې ناحیې د رئیس په توګه،نثار احمد په دویم بست کې د دریمې ناحیې د مرستیال په توګه،عبدالله معراج په دویم بست کې د پنځمې ناحیې د مرستیال په توګه،ګل محمد شفق په دویم بست کې د ټولنیزو او وګړیزو چارو ریاست د مرستیال په توګه،احسان الله مدبر په دویم بست کې د مالي او اداري چارو ریاست د رئیس په توګه،مسیح الله رحمتي تبدیلا د دوه ویشتمې ناحیې له آمریت بست څخه په دویم بست کې د یو ویشتمې ناحیې د رئیس په توګه،محمد معروف ایوبزی په لومړی بست کې د دولسمې ناحیې د رئیس په توګه، نصیب الله اخند زاده په لومړي بست کې د نهمې ناحیې د رئیس په توګه،اسدالله زمری په لومړي بست کې د دریمې ناحیې د رئیس په توګه،عبدالغفور هدف تبدیلا د پنځمې ناحیې د رئیس په توګه،سید نظام الدین وحدت په لومړي بست کې د شپاړلسمې ناحیې د رئیس په توګه،محمد طاهر ځواکمن په دویم بست کې د نهمې ناحیې د مرستیال په توګه په دنده وګمارل شول. کابل ښاروال د یادو مسئولانو د پیژندنې په غونډه کې وویل چې په اداره کې بدلون یو اصل دی او د کابل ښاروالۍ د شته وضعیت د غوره کیدو په موخه ژمنه لري، څو له دې ادارې د خلکو رضایت ترلاسه شي او خلک عملا د خدمتونو وړاندې کولو شاهدان و اوسي. نوې مسئولان په خپلو اړوند برخو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار کولو له امله له کافي کاري تجربې برخمن دي او تر لیسانس او ماسټری پورې لوړې زده کړې لري.  ښاغلي سلطانزوی په خپلو خبرو کې پر دوی ټینګار وکړ څو له فساد سره په مبارزه او د اصلاحاتو په راوستو کې اوچت ګامونه پورته کړي،څو د غوره خدمتونو وړاندې کولو له امله د خلکو رضایت نور هم ډیر شي.