الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د اختر په ورځو کې د قربانیو له امله د رامنځته کیدونکو کثافاتو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکلي دي!

23 سرطان 1400

د اختر په ورځو کې د قربانیو له امله رامنځته کیدونکي کثافات د غوره پروګرامونو له لارې پر وخت راټولیږي او له ښاره د باندې لیږدول کيږي. اړتیا ده، څو کابل ښاریان د قربانیو له امله رامنځته کیدونکي کثافات د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري په ټاکل شویو ځایونو او کثافت دانیو کې وغورځوي او په نورو ځایونو کې د کثافاتو له تیتولو په جدي توګه ډډه وکړي. په ټولو ناحیو کې د ټاکل شویو ځایونو پتې په یوه انځور کې لیکل شوې او له تاسو سره شریکې شوې دي. د ښاریانو له همکارۍ مخکې له مخکې منندوی یو