د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مسئولان د غږیزې ککړتیا د مخنیوي د مخنیوي لپاره هڅې کوي!

23 سرطان 1400

په ښار کې له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د هڅو پر دوام، دا ځل د لومړی ناحیې مسئولان د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا ریاست په مرسته لسګونه د غږیزې ککړتیا سرغړونو ته رسیدنه وکړه. په دې لړ کې یو شمیر د رسټورانتونو،هټیو او کراچیو غږیزې وسیلې راټولې او ظبط شوې. دغه راز یو شمیر سرغړونکو ته اخطار ته ورکړل شو،څو د خپلو غږیزو وسایلو له ۱۵ دیسیبل او ۳۰.۳۰ مترو اندازې څخه دیر نه کړي.  دا پلان به د کابل ښار په نورو سیمو کې هم پلی شي. غږیزه ککړتیا انسانان او نور موجودات لمنځه نه وړي،بلکې په تدریجي توګه د اوریدو حس کمزوری کوي او عصبي ستونزې ورته پیدا کوي، اړینه ده څو یو بل ته لاس ورکړو او د غږیزې ککړتیا په مخنیوي کې هڅې وکړو. پوهه، مسئولیت منل او د قانون،مقرراتو او ښاري اصولو حاکمیت ته د مسئولانو او ښاریانو درنښت په ښاري ژوند کې جدي اړتیا ګڼل کیږي.