د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې د ښځو لپاره د لومړي سوداګریز مرکز د بنسټ ډبره کیښودل شوه!

26 سرطان 1400

د متشبثو ښځو داقتصادي ودې او پر ځان بساینې په موخه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له لوري نن د چنګاښ په ۲۳ مه نېټه د کابل ښار په اتمه ناحیه کې کې د ښځو لپاره د لومړي سوداګریز مرکز د بنسټ ډبره کیښودل شوه. یادو مراسمو کې کابل ښاروال وویل په داسې حال کې چې د اتمې ناحیې مشرانو،اوسیدونکو،د ناحیو د ښځو شورا غړو او په کابل ښاروالۍ کې د اروپايي ټولنې همکارانو ګډون درلود،د يو پر بل پسې پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې، کابل ښاروالي د ښځو د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره سنجول شوي پلانونه او پروګرامونه ترلاس لاندې لري. دغه راز کابل ښاروالي پلان لري څو په بیلابیلو زونونو او نورو ناحیو کې هم د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټونه جوړ کړي،څو هغوی وکولای شي په ډاډمنه توګه خپل اقتصادي،فرهنګي او ټولنیز کارونه ترسره کړي . دا مارکیټ په(۸۰۵) متر مربع ځمکه کې د یوې تکهوۍ په ګډون په شپږو پوړونو کې د کمپلکس په شکل په مډرنه توګه د متشبثو ښځو لپاره د ټولو اړتیاو په ګډون د کابل ښاروالۍ له لوري د اروپایي ټولنې د ملاتړ پروژې په مرسته په بنسټیزه توګه د یوه کال په موده کې جوړیږي. د یاد مارکیټ په جوړیدو سره به د ښځو پر وړاندې یو شمیر شته خنډونه او ستونزې حل شي او په دې توګه کې په پلازمینه کې د ښځو د ټولنیز او اقتصادي فعالیت لپاره لار پرانیستل شي. د یادونې وړ ده چې د یاد مارکیټ ډیزاین او طرحه هم د ښځینه انجنیرانو له لوري جوړ شوي دي