الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ژوبڼ ته یوه جوړه پړانګان وسپارل شول!

26 سرطان 1400

د کابل د چهاردهي د خلکو شورا رئیس زلمي طوفان د۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۲۳ نېټه یوه جوړه پړانګان کابل ژوبڼ ته وسپارل. یاد پړانګان د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال ته په داسې حال کې چې د چهاردهي سیمې یو شمیر مشران او د څانګو یو شمیر رئیسانو هم وو، وسپارل شول. دغه دوه Panthera Pardus پړانګان چې نسل یې د ورکیدو په حال کې دی، مخکې هغه وخت چې کوچني وو د فراه ولایت خلکو کابل ته را ولیږدول او د ډالۍ په توګه یې د کابل د چهاردهي شورا رئیس ته سپارلي وو. له څه مودې وروسته د کابل ژوبڼ مسئولینو د پرلپسې اړیکو پر بنسټ د چاپیریال ارزښت ته او له وحشي ژوو د ملاتړ په موخه کابل ژوبڼ ته وسپارل شول، اوس مهال یاد پړانګان له الینا نومي پړانګ سره یوځای په یوه قفس کې ساتل کیږي..