د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بیارغونې پلانونو د تطبیق په موخه د هوايي ډګر څلورلارې ته غځیدلي سړکونه پاک شول!

2 اسد 1400

د پاکارۍ په دې عملیاتو کې د ناقونه اعلانونو لرې کول،د هټیو مخې ته د ناقونه رغونو نړول او د نورو هغه خنډونو لمنځه وړل چې د حامد ګرزي هوايي ډګر پر سړکونو د بیارغونې پروژو مخه یې نیولې وه شامل وو. د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدالدین تاجک له سیمې لیدنه وکړه او د بیارغونې پروژو د تطبیق په موخه یې مسئولانو ته لازمې لارښونې وکړې، څو د یادو سړکونو ګلدانونه بیا ورغول شي،لیکې یې وویشل شي او دغه راز له یادې سیمې د لاسي توکو پلورونکو او لیني موټرو فعالیتونه بل ځای ته ولیږدول شي. د هوايي ډګر څلورلارې ته په غځیدلو سړکونو د ښکلا او نما لپاره یو شمیر پلانونه او پروګرامونه طرحه شوي دي، چې ډیر ژر به پلي شي.